blob:https://hindukushpa.com/8447a8eb-2e9e-4cf0-8c62-f720b733d40b

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، هغه پلانونه چې د یو کال وړاندې نه د سږ کال د عاشورا په مراسمو کې د وینو تویولو لپاره جوړ شوي وو، د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا شنډ شول او دغه مراسم په ټول افغانستان کې په ډاډمنه فضا کې ترسره شول.

ښاغلي متقي ویلي دي، د اسلامي امارت ځواکونو د داعش خوارجو پلانونه شنډ کړل او دا یې ثابته کړه چې دوی په افغانستان کې د اهل تشیع او اهل تسنن اتباعو ته یو شان پاملرنه کوي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي، چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د مذهبونو تر منځ د اختلافاتو د رامنځته کولو لپاره هره هڅه شوې ترڅو ترې سیاسي او اقتصادي ګټې تر لاسه کړي.

مولوي امیرخان متقي وايي، چې د داعشي خوارجو ډله په افغانستان کې هیڅ قدرت نه لري او له نړۍ یې وغوښتل چې په سیمه او له افغانستان څخه بهر د دغې ډلې اډې له منځه یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version