له افغانستان بهر د افغان حکومت د مخالفینو او د پاکستاني استخباراتو او پوځ نږدې اړیکې له اوږدې مودې راهیسې مطرح وې، دواړو خواوو هڅه کوله چې یا دا اړیکې په یو ډول پټې وساتي او یا هم چې کله رسنیزې شوې، نو د توجیه لپاره به یې ځینې تېر ایستونکي دلایل تراشل، خو په دې وروستیو کې دا خبره هغې کچې ته رسېدلې چې نه له افغان ولس او نه هم له نورې نړۍ د پټېدو وړ ده. په ځانګړې توګه کله چې په دې وروستیو کې د افغانستان د هوايي حریم او حاکمیت د نقض مسئله را مخې ته شوه.

د هوايي حریم له نقض یوازې څو ورځې وړاندې پاکستان په اسلام‌آباد کې د اوسني افغان حکومت ځینو مخالفو غرب مېشتو څېرو ته غونډه جوړه کړه او ځینې تکراري او د افغانستان د سیاست ناکامې څېرې یې پکې را ټولې کړې. که څه هم د دې ناستې ټول جزئیات خپاره نشول، خو د غونډې ماهیت او ګډونوالو ته په کتو ټولې پکې د افغانستان د اوسني نظم، امنیت او سوکالۍ ضد مسایل مطرح شوي وو او جالبه خو یې دا وه چې دې غونډې ته یې «د اتحاد او اعتماد په لور» نوم ورکړی و. تر دې ناستې یوازې څو ورځې وروسته پاکستان د افغانستان حاکمیت او هوايي حریم نقض کړ، چې له کبله یې د افغانستان له سخت او تاریخي غبرګون سره مخ شو.

دغه سخت ځواب د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ډېر کړ او څو ورځې یې دوام وکړ، په دې موده کې ټولو په یوه غږ او خوله د پاکستان د ا کار وغانده او په کلکه د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېدل. دا یووالی دومره مطرح او کلک شو، چې آن د پرځېدلي جمهوریت ځینو مطرحو څېرو هم د افغانستان طرف ونیو او د پاکستان خلاف یې توندې څرګندونې وکړې او پر ملي یووالي او واحد ځواب یې ټینګار وکړ. له دې سره په څنګ کې، یوه ډله هغه مفسدین، د بهرنیو هېوادونو او سفارتونو دلالان او پروژیان چې تل یې د افغانستان شر غوښتی، په ډېره سپین سترګۍ له پاکستان سره ودرېدل او د پاکستان یرغل او برید ته یې توجیهات لټول.

دا هغه کسان وو، چې یو وخت به یې د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ مبارزین تورنول چې ګواکې پاکستان یې ملاتړ کوي، خو دوی په خپل دغه سپک او له غلامۍ ډک دریځ سره خپلې تېرې او تیاره کارنامې، پټې معاملې او اړیکې افشاء کړې او په څرګنده توګه یې د افغانستان ضد دریځ ونیوه، د افغانستان ملي حاکمیت ته یې سپکاوی وکړ، د افغانستان د خلکو د آزادۍ او خپلواکۍ سپېڅلې ارادې ته یې سپکاوی وکړ، ملي خیانت یې وکړ او په سخت وخت کې له دښمن سره ودرېدل. که څه هم دوی لا پخوا ولس او افغانستان ته خپل امتحان ورکړی، خو دا ځل یې داسې کار وکړ، چې د ملتونو په تاریخ کې یې ساری ډېر کم لیدل کېږي.

دا هماغه کسان دي چې پخوا یې هم له پاکستان سره پټې او ښکاره اړیکې لرلې او د افغانستان په اړه یې ښه نیتونه نه درلوده، د افغانستان د شل کلن اشغال پر مهال هم د اشغال له اړخ سره د وطن، خاورې، ولس او مقدساتو په ضد ولاړ وو او اوس یې هم د پاکستاني پوځ لپاره خپله وفاداري په ښکاره ډول وښوده. اوس پوښتنه دا ده، چې د دغو مخالفینو او پاکستاني پوځ مشترکات څه دي؟ پاکستاني پوځ غواړي چې افغانستان باید تل کمزوری وي، مرکزي حکومت دې نه لري، د ځان د دفاع وړتیا دې نه لري، په کورنیو چارو کې دې دوی هر وخت لاسوهنه کوي، پرمختګ دې نه کوي، ارضي تمامیت دې نه لري، له سیالۍ دې پاتې وي، بهرنۍ پالیسي یې باید نور ورته تعریف کړي او په ټوله کې دې هېڅ ډول خپلواکي او آزادي نه لري او تل دې په جګړو او بدمرغیو کې ډوب وي.

کټ مټ لکه پاکستان؛ د افغانستان دا بدخواه مخالفین همدا څه غواړي. دوی هېڅکله آزاد او خپلواک افغانستان نه غواړي، ځکه بیا د دوی شخصي ګټې نه خوندي کېږي، دوی پیاوړی مرکزي نظام نه غواړي، ځکه بیا دوی دلته پردۍ او نیابتي جګړې نه شي کولی، دوی غواړي چې افغانستان باید نا امن، نورو ته محتاج او تل په جګړه کې وي او د نورو د بچیانو په وینو دې د دوی ماڼۍ آبادې او دسترخوانونه دې ډک وي. دوی هغه وضعیت ته د افغانستان د بېولو لپاره ځانونو ته ډېر لوی او تېر ایستونکي دروغجن نومونه ورکوي، دروغجن شعارونه زمزمه کوي، کله ځانونه مقاومتیان بولي، کله افغانستان ته آزادي راولي(!)، کله بشري حقونه تأمینوي(!)، کله څه او کله څه کوي، خو د دغو ټولو دروغجنو وعدو او شعارونو تر شا د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ کیسې او خوبونه پراته دي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version