د سمنگان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د ټولو تاریخي ابداتو د سمې ساتنې په پار هڅې گړندۍ کړې دي.


د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس فېروزالدین منېب وايي، تاريخي ابدات د ټولنې د تاريخ او کلتور ښکارندوی دي، بشري ټولنې د تاريخ په اوږدو کې له ځانه کلتور، تمدن او ارزښتونه د يادگار په ډول پرې اېښي دي، چې نن د کلتوري او تمدني ميراثونو په حیث پېژندل کېږي او ساتنه يې کېږي.

«تاريخي آبدات په توله کې تاريخي ځايونه لکه، کلاگانې، معبدونه، مسجدونه، ماڼۍ، بازارونه او نورې ودانۍ وي، چې په حقیقت کې دا ميراثونه د یو هېواد د خلکو د تمدنونو ښکارندويي کوي، د رستم تاريخي ډبرين تخت چې د تيږې په منځ کې په ډېر مهارت سره تراشل شوی دی، د هېواد د تاريخي آبداتو له ډلې يو ډېر مهم آثر دی.»


دی وايي، راتلونکو نسلونو ته د تاريخي او کلتوري ارزښت لرلو له امله د ټولو تاريخي آبداتو ساتنه مهمه ده، نو لازمه ده چې له خپلو تاريخي آبداتو څخه په سمه توگه ساتنه وشي.


په سمنگان کې د رستم تخت چې هېواد کې یو له تاریخي اثارو بلل کېږي او د ايبک ښار د سوېل په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري او د یوې غونډۍ په سر کې له تراشل شوې تيږې څخه جوړ شوی او دوه دهلېزونه لري.


د سمنگان رستم تخت ډبرينه استوپه چې د لرغون پوهانو په وینا د کوشانيانو له دورې سره تړاو لري او د هغه زمانې له مشهورو او عجيبو معماريو څخه گڼل کېږي. له دې تاریخي سیمې څخه هره میاشت زرگونه سیلانیان لیدنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version