د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، محتسبینو یې په خوست، پکتیکا، پکتیا، جوزجان، فاریاب، نیمروز، سرپل او غزني ولایتونو کې ۳۸ مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه ژغورلي دي.

محتسبینو ویلي، چې یادې مېرمن له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې.

دوی ټینګار کړی، چې په بشپړه توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دي او هیڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version