د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې، د هېواد په مرکز او بندرونو کې د لابراتواري کمپلکسونو د جوړېدو او تجهیز کولو تړون له هندي نړیوال شرکت (TCRC) شرکت سره لاسلیک شو.‏

د حکومت د رسنیو مرکز د معلوماتو له مخې، دغه تړون د ۴۶ میلیونه، ۳۴۸ زره او ۲۹۲ امریکايي ډالرو په ټولیز ارزښت د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی.

د دې تړون له مخې به په درېیو اساسي برخو، د ساختماني موادو، برېښنایي وسایلو او تجهیزاتو او همدارنګه د نساجۍ، څرمن او کاغذ په برخو کې لابراتوارونه تجهیز شي.‏

ویل شوي، د یاد تړون له مخې به د معیار او کیفیت ادارې کارکوونکو ته به کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه جوړېږي او د معیاري کولو نړیوال سازمان (ISO) څخه د معتبرو نړیوالو تصدیق‌لیکونو د ترلاسه کولو بهیر به هم عملي شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version