د قطر د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دغه هېواد له لوري د يکشنبې شپې د زلزلې له امله د کنړ او ننګرهار زیانمنو لپاره ځانګړې شوې بشري مرسته او د ژغورنې ډله کابل ته رسېدلې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، يادې مرستې د قطر د پرمختيايي صندوق له لوري برابرې شوي، چې پهکې دوه صحرایی روغتونونه، خوراکي توکي، طبي وسايل او د سرپناه اړين مواد شامل دي.
ویل شوي، یادې مرستې به نږدې ۱۱ زره اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان ته د استول شوي پلاوي مشري یې د نړيوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیره ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند کوي، چې پکې د امنیتي ادارو یو شمېر استازي هم شامل دي.