په مغرب اسلامي کې د القاعدې اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “جماعة نصرة الاسلام والمسلمین” د بورکینیافاسو په سوم ولایت کې د دغه هېواد پر یوه پوځي مرکز برید ترسره کړی.

القاعدې ته نږدې اذذلاقه رسنۍ لیکلي، چې په دې برید کې د یاد غورځنګ پوځي څانګې یو تن ژوندی نیولی، ۲ میله کلاشینکوف او یو شمېر مهمات یې هم غنیمت کړي دي.

ورته مهال د جماعة نصرة اسلام والمسلمین ځواکونو د بورکینیافاسو پر فرجي ـ کیا لویه لاره هم پوځیانو ته کمین ورکړی، چې په ترڅ کې یې یو میل پیکا، یو میل کلاشینکوف او دوه عرادې موټر‌سایکلونه یې غنیمت کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version