د لغمان د صنعت او سوداگرۍ رئیس سلامت خان بلال وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې ۵۰ نوو تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړی، چې له دې سره په دغه ولایت کې د تولیدي کارخونو شمېر ۷۰ ته لوړ شوی دی.

د ده په خبره، د صنعت او سوداگرۍ ریاست مسوولینو له بېلابېلو برخو کې څخه نږدې ۶ مېلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.: «سږ کال د شاوخوا ۳۰۰ صنفي جوازونو د وېشلو له درکه ۶ مېلیونه ۸۴۵ زره ۷۰۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.»

نوموړي زیاته کړې، د لغمان په کچه د یوه صعنتي پارک د جوړولو هڅې روانې دي، چې ورسره به گڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به گڼې تولیدي کارخونې پکې فعالیتونه پیل کړي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې په هېواد کې گڼو لویو او کوچنیو کارخونو فعالیت پیل کړی دی او تمه شته چې گڼ افغان پانگه‌وال هم خپلې پانگې له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راولېږدوي.

تېره میاشت ایرانیو رسنیو ویلي وو، چې په ایران کې افغان پانگه‌والو تر ۳ مېلیارده ډالرو په ارزښت پانگونه کړې ده.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په اند، که افغان حکومت د پانگه‌والو د امنیت ساتنې، پانگه‌والو ته د ۲۴ ساعته برېښنا او دولتي پروسیجر سیستم اسانه کړي؛ نو لرې نه ده چې افغانستان به ډېر ژر په یو اقتصادي هېواد بدل شي او زرگونه ځوانان به په کارونو بوخت دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version