د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د کابل ښار د ځینو سیمو په گډون په پروان، بدخشان، بامیان، دایکندي، غور، پنجشېر، کاپیسا، پکتیکا او غزني ولایتونو کې نن سهار له ۰۸:۱۰ څخه راهیسې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د ایم ټي اېن مخابراتي شرکت 2G او 3G خدمتونه پرې شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، تخنیکي ډلې د ستونزې پر حل بوختې دي او د ستونزې له حل کېدو وروسته به خدمات بېرته عادي حالت ته راشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version