د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې، د واخان دهلیز لومړنۍ رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. د دغې لارې د جوړولو چارې چې، بدخشان ولایت د چین له یارکند سیمې سره نښلوي د ۵۰ کیلومتر په اوږدوالي سره پروسږکال د کوچني پامیر له بزای ګُنبد سیمې پیل شوې.
اوس له یوه کاله وروسته د دغه سړک د جوړولو چارې د چین او افغانستان تر منځ د ګډې پولې صفري نقطې ته رسېدلې دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي چې، د واخان سړک جوړول له چین سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم دی.
د یادولو وړ ده چې، د واخان دهلېز له بدخشانه د چین تر یارکند سیمې نږدې ۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
۱ څرگندون
دپاک اسلامي نظام دبقا اودګران هیواد دابادۍ په هیله