دواړو پلاوو په تورغنډۍ کې د اوسپنې پټلۍ له سټېشن، له ټاپي نل‌ليکې او د ټاپ د برېښنا له لویو پروژو څخه د ګډې پولې یوې او بلي غاړي ته ليدنه کړې او د ټاپي نل‌ليکې د کار عملي پيل لپاره يې د دواړو خواوو چمتووالي ارزولی.

د افغان حکومت د بهرنيو چارو وزیر د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير ته ډاډ ورکړی، چې د افغان حکومت اړوندو ارګانونو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې غځولو لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړی او تيار دي چې عملي کار يې پيل شي.

امير خان متقي همداراز ویلي، چې د تورغنډۍ اوسپنې پټلۍ د سټېشن او همدارنگه د نل‌ليکې غځولو په برخو کې د ترکمنستان د پانګونې هرکلی کوي او دغه اقدامات به د دواړو هېوادونو او په ټوله کې د ټولې سيمې اقتصاد وغوړوي.

د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير د دې لیدنې پرمهال د ټاپي نل‌ليکې د عملي چارو د پيل لپاره د ترکمنستان په خاوره کې د خپل هېواد ټولې تيارۍ افغان لوري ته ښودلې.

رشيد مردوف ویلي، هېواد يې بشپړه ژمنتيا لري چې ډېر ژر د افغانستان په خاوره کې د ټاپي عملي چارو د پيل ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ او سټېشن د رغولو چارې هم پيل شي او د نورالجهاد د برق سب‌سټېشن به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version