نړيوالو رسنيو راپور ورکړی، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ په وروستیو اونیو کې په څرګند ډول ترینګلتیاوې ډېر شوې دي.

سرچينې وايي امريکا د روسیې د تېلو سترو شرکتونو «روس‌نفت» او «لوک‌اویل» پر ضد نوي بندیزونه لګولي دي.

د امريکا د دې اقدام په ځواب کې بيا کریملین د «یوروست‌نیک» په نوم د اټومي کروز توغندي او د «پوسایدن» په نوم د اوبو لاندې بې‌پیلوټه الوتکې ازموینه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته ويلي؛ چې امریکا به هم ډېر ژر اټومي ازموینې ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version