د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې يو شمېر هغه ټپيان چې ننګرهار حوزوي روغتون کې يې لومړنۍ درملنه شوې وه، د لا ښې درملنې په موخه په لويو الوتکو کې پلازمېنې کابل ته ولېږدول شول.

د يادو ټپيانو د انتقال پرمهال د ننګرهار مرستيال مولوي عزيزالله مصطفی ويلي، د يو شمېر کسانو ټپونه ژور وو، چې کابل کې به ورته لا ښه پاملرنه وشي.

د یادونې ده، چې د هېواد په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې زرګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله واړوله، چې نن په درېیمه ورځ یې هم له صعب العبوره سیمو د هلیکوپټرو پر مټ د ټپیانو لېږد دوام درلود.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version