د کورنیو چارو وزارت اړوند د روغتيايي چارو لوى رياست له لوري استول شوي روغتیاپالان لا هم د کنړ ولايت په زلزله ځپلو سیمو کې دي او تر اوسه یې سلګونه هېوادوالو ته روغتیايي مرستې رسولي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ياد ټيمونه د زلزله‌ځپلو کورنيو د عاجلو روغتيايي اړتياوو د پوره کولو په موخه د سیمې خلکو ته بېړني روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

د یاد وزارت په وینا، په دغو روغتیاپالانو کې د جراحۍ، داخله، ماشومانو او انتاني ناروغيو برخو کې متخصص ‌ډاکټران او نرسان شامل دي، چې مجهز امبولانسونه او اړین روغتیايي درمل ورسره لري.

ورته مهال د کورنیو چارو وزارت د روغتيايي چارو لوى رياست مسؤلينو ویلي، چې د زلزله ځپلو د درملنې ترڅنګ به د سيمې د روغتيايي مرکزونو له لارې د ناروغانو څارنه هم روانه وي، څو د خلکو روغتيا خوندي پاتې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version