ملي دفاع وزارت وایي، د هېواد د وسله‌‌وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل قطري سیال، جاسم‌ بن محمد المناعي سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د متقابلو همکاریو پر دوام او نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې د وسله‌وال پوځ لوی درستیز تېره ورځ (دوشنبه) د دوحې نړیوال دفاعې نندارتون په څنډه کې د قطر له امیر سره هم کتلي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version