Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د ویانا غونډې ترسره کوونکو ته پيغام او ډالۍ ور ولېږل شوه!
    لیکني

    د ویانا غونډې ترسره کوونکو ته پيغام او ډالۍ ور ولېږل شوه!

    صابر افغانصابر افغان28 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: اميد افغان

    تېره دوشنبه د اتریش پلازمینې ویانا کې د اسلامي نظام او افغان ولس دښمنان د خپلو بادارانو په يو کور کې سره را ټول شوي وو.

    د دوی د را ټولېدنې ځای د ښوونځي اول ټولګي ته ورته وو، دوی چې ځانونو ته یې تحصیل کرده او جهان دیده خطابونه کوي، د ناستې اصولو یې له هېڅ ډيپلوماتيک اصل سره موافق نه وو، هغوی په يو اطاق کې لسګونه د ټولګي د ماشومانو په شان چوکیو سره ناست وو، او د دې راټولېدلو څخه یې یړاځینۍ موخه دا وه چې اسلامي نظام ته د خپل شتون اظهار وکړي، چې مونږ خو هم د انلاين مخالفینو په توګه لا هم د بادارانو په کورونو کې ژوندي يو.

    د دوی له راټولېدا درې څلور ورځې وړاندې د بغلان ولايت په يوې ولسوالۍ کې څو باغيان را ټول وو، هغوی په يوې ویډيو کې داسې څرګنده کړه، چې مونږ هم نظامي شتون لرو.

    د بغلان په غرونو کې دې راټول شويو او د ویانا غونډې ګډونوالو ته د اسلامي نظام لخوا هېڅ غبرګون ونه ښودل شو، او دوی په خپل مینځ کې د مخالفت په هدف را ټول شوي د طالب په صفت سره اخته شول.

    يوه اونۍ وروسته دا دی نن د اسلامي نظام د استخباراتو رياست اړوند چټک غبرګون ځواکونو په دقيقو، منظمو او قاطع عملیاتو کې هغه بغاوت وال چې د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د کوز کلي په غرونو کې یې تېره اونۍ د شتون ويډيو نشر کړې وه، هلاک شول.

    په دې هلاک شويو کې د باغیانو دوه تنه سرکرده قوماندانان (عبدالصمد او خیرالله) وو، د دوی له هلاکت سره اسلامي نظام د ویانا غونډې ګډونوالو ته ډالۍ او پيغام ورکړ، او همدا يې پيغام وو، چې د دې اسلامي نظام او دې زورېدلي ولس په وړاندې که هر څوک د هرې جامې له هر ځايه د بغاوت، خارجيت او شر او فساد هڅه وکړي، شته امن اخلال کړي، ولس نارامه کړي او د ګډوډي رامنځته کولو هڅه وکړي، په همدې برخلیک به اخته کېږي.

    د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د باغيانو له هلاکت دوه ورځې وړاندې کابل کې هغه دوه تنه د شر او فساد ډلې غړي هم هلاک او د خپل عمل په سزاء ورسېدل، کوم چې د کابل ښار د ښاريانو د شته امنيت د اخلال په‌ موخه یې په ښار کې عامه نظم اخلال او ګډوډ کوه.

    له دې شته اسلامي نظام د باطلو ډلو، اشخاصو او استخباراتي کسانو په وړاندې قاطعيت څخه څرګندېږي، چې اسلامي نظام د اسلام، هيواد او نظام په وړاندې هېڅ باغي ته وخت او فرصت نه ورکوي او د نورو په شان یې د خپل عمل په سزاء رسوي.

    مخکینۍ مقالهامنیتي سرچینه: بغلان کې د بغاوت ډلې دوه مهم قوماندانان چې عبدالصمد مشهور په حمزه کوه ګدای او خیرالله په نوم وژل شوي
    راتلونکي مقاله بغلان کې د بغاوتګرو څخه ۵۲ فایره د هاوان مرمۍ نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،898 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،893 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.