د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، چې امریکا هڅه کوي په وینزوېلا کې خپل لاسپوڅی رژیم واک ته ورسوي، څو د دغه هېواد پر طبیعي زېرمو، په ځانګړي ډول تېلو او ګازو کنټرول ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا اوس‌مهال خپل ټول پام د وینزوېلا نفتو ته اړولی او د همدې لپاره یې خپل پوځیان د هېواد شاوخوا ځای پر ځای کړي.

نوموړي ویلي: «امريکا داسې يو پلان جوړ کړی، چی له مخې یې غواړي د وينزويلا حکومت نسکور او پر ځای يې خپل لاسپوڅي او جاسوسان حاکم کړي، تر څو امريکا وکولی شي د وينزويلا نفتو او سرو زرو ته په اسانه او بې پوښتنې لاس رسي ولري. د همدې لپاره امريکا زموږ د هېواد شاوخوا خپل پوځ ځای پرځای کړی.»

نوموړي زیاته کړې، چې وینزوېلا او روسیه د یو مهم ستراتیژیک تړون لاسلیک ته نږدې شوي، څو د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.

مادورو وړاندې ټینګار کړی، چې هېواد به یې خپله خپلواکي وساتي او هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي، چې د دوی برخلیک وټاکي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version