د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اوسمهال له روسیې سره د اوربند وخت نه؛ بلکې د ده په خبره د روسیې د اقتصاد د پرځولو وخت دی.
نوموړي زیاته کړې، که د نفتو بیې ټیټې شي؛ نو د اوکراين جګړه ختميږي. «ځکه د روسيې واک او ځواک په نفتو کې دی او هغوی دا هر څه پرلهپسې د جګړې لپاره کاروی؛ نو که د نفتو قيمتونه و لوېږي جګړه خپله درېږي.»
د امریکا ولسمشر ویلي، موږ له انګلستان سره پر دې هوکړه کړې، چې اروپا به نور له روسيې څخه نفت ونهپېري.