ار ټي عربيک رسنۍ راپور ورکړی، چې د یمن انصار الله ډلې (حوثیانو) امریکايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې که د جزیرة العرب له نږدې تېر شي، نو دوی به برید پرې وکړي.
حوثي ځواکونو ياد ګواښ د انرژۍ په برخه کې سترو امريکايي شرکتونو ته کړی دی او ټينګار یې کړی چې دا شرکتونه د دوی د «دښمن» امريکا ځواک دی.
د يمن حوثي ځواکونه په امريکايي بېړيو د بريد ګواښ له امریکا سره د مې میاشتې اوربند تر پای ته رسېدو وروسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې حوثیان په اوس وخت کې اروپايي بېړۍ په نښه کوي او د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دغې ډلې ځواکونو د «مینرفاغراخت» په نوم په یوې هالنډي بار وړونکې بېړۍ د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.
حوثیانو تر دې وړاندې امريکايي بېړيو ته په توغنديو بريدونو سره درانه زيانونه اړولي دي.