انادولو اژانس راپور ورکړی، چې ایټالیا او د دې هېواد ملګرو اروپايي هېوادونو د سخت دريځه اسرائيلو پر ضد د نويو بندیزونو د لګولو پرېکړه کړې

د سرچينې په خبره د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير «انتونيو تاجاني» دا اعلان وروسته له هغې کوي، چې يوې اسرائيلي سخت دريځې ټولنې د اسرائيل په یوه مسیحي کلي (طَیبه) برید وکړ او ګڼ شمېر عيسويانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير ويلي «موږ به د اروپایي اتحادیې له شریکانو سره په ګډه، د سخت‌ دريځو يهوديانو پر ضد د نوو بندیزونو د تصویب ارزونه وکړو.»

هغه ټینګار کړی، چې د اسرائیل حکومت مسؤلیت لري، چې دغه سخت‌ دريځي کنټرول کړي، څو د عيسويانو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي.

ياده دې وي، چې سخت دريځي يهوديان وخت ناوخت په اشغال شوي فلسطین او نورو سيمو کې د مسلمانانو سربېره د عيسويانو پر وړاندې هم په تاوتريخوالي او زور زياتي لاس پورې کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version