د ګارډين‌ ورځپاڼې د راپور له مخې د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سېلابونو تر دې مهاله ۳۰ کسان مړه کړي دي.

سرچينه وايي، ۲۸ مړي د بيجېنګ په مییون ولسوالۍ او دوه نور په یانچېنګ سیمه کې موندل شوي دي.

دغه راز تر ۸۰ زرو ډېر خلک د کورونو پرېښودو ته اړ شوي او په ۱۳۶ کلیو کې بیا برېښنا هم پرې شوې ده.

په ورته مهال د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې اړوندو ادارو ته د سيلابونو د مخنيوي او ژغورندویه چارو لارښوونه او هدايت کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version