‏د پنجشېر ولایت امنیه قوماندانۍ په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې د پنجشير امنيه قومندان قاري احمدالله بدر افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا یوناما له لوري د مرکزي زون د بشر حقونو مسؤل نویل ویلارومن سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

خبرپاڼه کې د پنجشير امنيه قومندانۍ ویاند عابد الله فاروقي وايي ياده کتنه‌ کې د يوناما د مرکزي زون د بشر حقونو مسول نویل په خپلو خبرو کې وویل : تر کومه بریده چې مونږ ته په وروستیو کې راپورونه رسیدلي د پنجشېر امنیتي او بشري وضیعت د ډاډ وړ دی ، دلته بشپړ امنیت تأمین دی ، او مونږ خوښ یو چې د افغانستان په کچه پنجشېر په هغو ولايتونو کې ده چې د جرمونو کچه پکې ډیره کمه ده.

خبرپاڼه زياتوي چې د پنجشېر امنيه قومندان ښاغلي بدر پخپلو خبرو کې نويل‌ ته د همکارۍ د ډاډ تر څنګ وویل د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان مطابق پنجشېر کې د بشر حقونو د نقض کېدو مخه په پوره ډول نیول شوې، او هېچاته اجازه نه ورکول کېږي چې چا سره زور او زياتي وکړي. همدارنګه ښاغلي بدر له نويل غوښتلي چې د همدې بشپړ ډاډمن امنيتي وضعيت راپور او د افغانستان ریښتونی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version