العربیة راپور ورکړی، چې د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د اسرائیل پخوانی لومړی وزیر نفتالي بینیټ او د پوځ پخوانی مشر ګادي ایزنکوټ د محبوبیت له پلوه پر اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو برلاسي دي.
د راپورونو له مخې، د “معا” په نوم نوی ایتلافي ګوند (چې د بینیټ او لایپد له یوځای کېدو جوړ شوی) د ۲۸ څوکیو په ګټلو سره تر ټولو لوی ګوند ګرځېدلی، خو سره له دې هم اپوزیسیون د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي پوره کړي او یوازې ۶۰ څوکۍ لري.
بلخوا نتنیاهو ۵۰ څوکۍ ګټلې او ۱۰ څوکۍ له عربي استازو سره دي.
که څه هم اپوزیسیون د حکومت جوړولو لپاره د عربي استازو ملاتړ ته اړتیا لري، خو بینیټ او لایپد تر اوسه له هغوی سره له ایتلاف کولو ډډه کوي.
