د ٢٠٩ الفتح قول اردو پوځي ښوونیز مرکز له نهمې دورې، درې میاشتنۍ تکتیکي او عقيدتي زده کړو څخه ٤٥٠ تنه منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

ملي دفاع وزارت وایي، په دغو مراسمو کې د قول اردو قومندان ملا رحمت الله، د ملي دفاع وزارت پلاوي او د دغې قول اردو ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مسؤلینو نویو فارغ شویو منسوبینو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې، د هغوی زيار او کوښښونه يې د اسلامي نظام د بقاء لپاره اړین وبلل او په ورسپارل شویو مسؤليتونو کې يې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

د یاد وزارت په وینا، فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه‌ییزو تکتیکونو مختلف نمایشات ترسره کړل او په عملي توګه يې د خپلو مهارتونو ښودنه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version