ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي او عقیدوي زده کړو فارغ شول.
د یاد وزارت په وینا، فارغ شویو منسوبینو ژمنه کړې، چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د امنیت او د هېواد څخه د دفاع او ساتنې په برخه کې به له اخلاص او ژمنتيا څخه کار اخلي او خپله دنده به په پوره اخلاص او صداقت پرمخ وړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت له اړوندو ښوونیزو مرکزونو زرګونه منسوبین فارغ او د هېواد بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارل شوي دي.