د خیبر پښتونخوا له ټانک ولسوالۍ څخه ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته وویل چې د یادې ولسوالۍ په «میاخانې» کلي کې د پاکستاني طالبانو په یو هدفي برید کې د ځایي امن لښکر (اربکیانو) مشر او حکومتي جاسوس هدایت الله چې په ډوډي مشهور و هلاک شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې نوموړی د پاکستاني طالبانو په نښه کولو او د هغوی په نیولو کې هم لاس درلود.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني طالبانو تېره ورځ د خادم په نوم یو بل جاسوس هم د کرمې په صدې سیمه کې د خپلې محکمې د حکم له مخې قتل کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version