‏د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې د رغنیزو چارو برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې تر اوسه ۴۴ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې چې دا د پروژې د چارو د چټکتیا برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

‏د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د دې سربېره د ۱۲۴ کیلومترو په اوږدوالي نوره سیمه هم د نل‌لیکې غځولو لپاره چمتو شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د چارو پرمختګ ته په کتو، تمه ده چې د یادې پروژې د هرات ولایت برخه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version