د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د قرغزستان هېواد له سفیر تورداکون سیدیکوف سره د دوه اړخیزه ټزانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، په دې لیدنه کې همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد پر زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې شوې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست ویلي، چې سرپرست حکومت له ټولو ټرانسپورټي تاسیساتو په ګټې اخیستنې له قرغزستان هېواد سره د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.

‏له بل لوري، د قرغزستان سفیر ویلي، چې د بیشکک او کابل تر منځ ټرانسپورټي اړیکې له حیاتي ارزښت څخه برخمنې دي او هېواد یې د دغه اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا غوښتونکی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version