د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ لیدنې ته په غبرګون کې ویلي، چې پوتین خپلو مشخصو موخو ته ورسېد.

نوموړي ویلي: «پوتین له درېیو ځانګړو موخو سره په دغه ناسته کې ګډون وکړ او درې واړو ته ورسېد.»

د اوکراین ولسمشر د جرمونو نړیوالې محکمې له‌خوا پر پوتین لګول شویو بندیزونو ته په اشار‌ې زیاته کړې، چې دغه لیدنه پوتین ته د لویې بري په مانا ده.

نوموړي ویلي، چې نړۍ باید دا درک کړي، چې له پوتین سره هر ډول نرم‌رفتار، پر اوکراین د روسیې د بریدونو دوام ته زمینه برابروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version