د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس خبر ورکړی چې، د تخار-بدخشان لویه لاره چې پرون سهار شاوخوا اته بجې په شاوخوا ۲۰ نقطو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، نن سهار شاوخوا څلور بجې د بدخشان د ټولګټو چارو ریاست له پرله‌پسې هڅو وروسته د مسافرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د ښاغلي قانع په وینا، د لارې په خلاصیدو سره مسافرینو ته د تګ راتګ زمینه برابره شوې او ګران هېوادوال کولای شي سفر وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version