د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر درېیمې پورې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۲۹ نور ټپیان دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو نښتو له امله په خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۳۷۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

راپور زیاتوي چې په بریدونو کې یو شمېر ملکي او روغتیايي تاسیسات هم زیانمن شوي، چې پکې په تورخم کې د کډوالو یو پنډغالی او د کډوالۍ نړۍوال سازمان اړوند یو ۲۰ بستریز روغتون هم شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version