المرصاد نشراتي ادرس، د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په يوه جومات د وروستي برید په اړه په يوه څيړنيز مطلب کې ویلي، چې د اسلام اباد د تېرې جمعې ورځې خونړي برید، چې د اهل تشیع پر یوه جومات ترسره شو او لسګونه کسانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، د دغه هېواد پر امنیتي ادارو او استخباراتي مدیریت جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

په مطلب کې راغلي، چې پاکستاني رژيم په داسې حال کې د ياد بريد پړه په افغانستان واچوله، چې د برید پلان کوونکي او تنظیموونکي د خیبر پښتونخوا د باجوړ سیمې اوسېدونکي وو او د پاکستاني رژيم د پوځ تر سيوري لاندې روزل شوي وو.

المرصاد د دقيقو سرچينو له قوله ليکلي، چې د داعش ډلې يادو بريدګرو له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند د بېلابېلو غړو په هدفي وژنو کې هم ښکېل وو او له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني رژيم له تعقیب او کشف څخه خوندي پاتې شوي دي.

په وروستیو کلونو کې پاکستاني چارواکو ډېری خونړي بریدونه د افغانستان له خاورې سره تړلي بللي، خو د اسلام‌اباد د پېښې په اړه راپورونه ښيي چې بریدګر او د برید طراحان ټول د پاکستان اتباع وو او د پاکستان په لاس روزل شوې داعش ډله بېرته د دوی لپاره په سرخوږي بدله شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version