هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینې وایي، ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پوځي رژیم د ګازو شرکت پر ساتونکو مرګونی برید شوی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې برید کې د یوه افسر په ګډون د پاکستان د پوځي رژیم څلور عسکر هلاک او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

بل پلو د پاکستان امنیتي چارواکو یاده مرګ‌ژوبله تائید کړې او زیاته کړې یې ده، چې ټپي شوي عسکر روغتون ته لېږدول شوي دي.

دوی ویلي، چې سیمه‌ کې یې د وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي خو ځایي سرچینې وایي، پاکستاني عسکر دېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو له وېرې له خپلو چاوڼیو وتلی نه‌شي.

د پاکستان پوځي رژیم د ګازو پر شرکت د برید مسؤلیت تر دې مهاله کومې ډلې نه‌دی منلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version