د پاکستاني طالبانو غورځنک، خپلو وسله‌والو ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې تر دې وروسته د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د امنیتي ادارو د کارکوونکو او عسکرو کورونه له هرې ممکنه لارې هدف وګرځوي او ویې نړوي.

د یاد غورځنګ ویاند محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ او پولیس په لکي مروت، کرک، بنو، شمالي وزیرستان، بر دیر او ځینو نورو سیمو کې د مجاهدینو د کورونو په نړولو او د هغوی د کورنيو د بې ګناه وګړو، ښځو، ماشومانو، خپلوانو او سپین ږیرو مشرانو په نیولو کې ښکېل شوي.

نوموړي د پاکستاني امنیتي ادارو دغو اقداماتو ته په غبرګون کې، په یادو سیمو کې دېره پاکستاني طالبانو ته لارښوونه کړې، چې د امنیتي ادارو د عسکرو او کارکوونکو د کورونو ړنګول پيل کړي. «ځکه چې دا اجیر او ظالم پوځ، امنیتي ادارې او لاسپوڅي ګوډاګيان يې د انصاف او افهام و تفهيم په هېڅ کومه ژبه نه پوهېږي.»

دغه راز د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو ته سپارښتنه شوې، چې د دې ترڅنګ د امنیتي ادارو هغه کارکوونکي، عسکر او چارواکي چې د دندو پر مهال په ظلمونو، پوځي عملياتو او وحشتونو کې ښکېل پاتې شوي وي، که تقاعد شوي هم وي، هغوی يو يو په نښه او و وژنئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version