په اسلام اباد کې د افغان حکومت مخالفینو وروستۍ غونډې یو ځل بیا د خلکو په ذهنونو کې یوه جدي پوښتنه را پورته کړې ده: دا بې ریښې ډلې څه غواړي او د چا په ملاتړ یې امید تړلی دی؟

ځواب روښانه دی؛ دا منفورې څهرې، وروسته له دې چې د نړۍ له لویو قدرتونو څخه نا امیده شوې، اوس د یوه داسې هېواد د ملاتړ تمه لري چې د کلونو راهیسې، په یوه «تش کالبد» بدل شوی دی.

له هیچا پټه نه ده چې پاکستان نن ورځ نور هغه هېواد نه دی چې یوه ورځ یې ځان سیمه‌ایز قدرت معرفي کاوه؛ اوس یو داسې هېواد دی چې له هرې زاویې ورته وکتل شي، په ژورو او پېچلو بحرانونو کې ښکېل دی:

  • اقتصادي بحران:
    په پاکستان کې روان وضعیت ته په کتو سره به پوه شو چې په دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه اوس مهال په تېرو دریو لسیزو کې تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلې ده. د پولي واحد ارزښت یې په شدت را ټیټ شوی او خلک د ورځنۍ ډوډۍ او سون توکو په برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا، د دغه هېواد د پیسو له نړۍوال صندوق او بهرنیو پورونو سره ډېره وابسته ګي، د پاکستان اقتصادي خپلواکي په بشپړ ډول له منځه وړې ده؛ په دې ډول چې ډېری اقتصادي کارپوهان پاکستان د بشپړې ماتې په څنډه کې بولي.

  • سیاسي بحران:
    په سیاسي ډګر کې هم، د سیاسي ګوندونو او مهمو څهرو ترمنځ سخت اختلافات، د مخالفینو د مشرانو زنداني کول او نیول، د ولسي اعتراضونو ځپل او په کوڅو کې خونړۍ نښتو د پاکستان سیاسي څهره تر بل هر وخت زیاته توره کړې ده.

سیاسي بې ثباتي د دې لامل شوې چې په دې هېواد کې هیڅ حکومت د وضعیت د سمون لپاره د اوږدمهاله پلان جوړولو توان ونلري.

  • امنیتي بحران:
    امنیتي وضعیت هم په دې ورځو کې تعریف نه لري، ځکه چې د پاکستان په مختلفو ایالتونو کې نا امني اوج ته رسېدلې ده. په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او حتی لکه کراچۍ او لاهور په څېر لویو ښارونو کې وسله وال بریدونه، چاودنې او د بېلابېلو ډلو ترمنځ جګړې، د پاکستان د حکومت د رښتیني کمزورۍ او پر امنیتي وضعیت د کنټرول د نشتوالي ښکارندويي کوي.

د امنیتي ځواکونو او اردو ضعف او په پاکستان کې د نا امنۍ پراختیا، د حکومت په اړه د خلکو بې باوري څو چنده زیاته کړې او د دغه هېواد وضعیت یې د افغانستان د جمهوري نظام د وروستیو کلونو په څېر ښودلی دی.

  • ټولنیز بحران:
    پراخه بې وزلي، د ځوانانو بې کاري، بهر ته پراخ مهاجرت، اداري فساد، قومي تبعیض او د ټولنیز عدالت نشتوالی، د پاکستان ټولنه د اخلاقي او ټولنیزې پاشلتیا په لور بیایي.

د نرخونو، د انرژۍ کمښت او اساسي خدماتو په وړاندې ولسي اعتراضونه هره ورځ زیاتېږي او د حکومت د مخالفینو شمېر مخ په ډیرېدو دی؛ یو داسې وضعیت چې د پاکستاني حکومت د ولسي ادعا د زوال څرګندونه کوي او د دغه رژیم سیاستوال یې اندېښمن کړي دي.

اوس پوښتنه دا ده: د افغانستان حکومت مخالفینو ولې په داسې هېواد زړه تړلی دی؟ په داسې حال کې چې دوی تر پرون ورځې پورې د جمهوريت نظام پر نرمو څوکیو ناست وو او همدغه هېواد یې خپل تر ټولو لوی دښمن باله.

حقیقت دا دی چې دا جریانونه په افغانستان کې هیڅ ولسي ځای نه لري. دوی نه یوازې خپل ټولنیز بنسټ له لاسه ورکړی، بلکې د خلکو په ذهنونو کې د ماتې، فساد او وطن پلورنې سمبولونه ګرځېدلي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې، هر هغه هېواد چې دوی ورته پناه وړې او د خیرات لاس یې ور اوږد کړی، منفي ځواب یې اوریدلی او په بشپړه بې عزتۍ سره شړل شوي دي.

له همدې امله، د منفور پاکستاني پوځ ترڅنګ د غونډې په جوړولو سره، دې ډلو وښودله چې دوی لا هم پردیو ته د ځان ژغورونکو په سترګه ګوري، له دې په غفلت چې پاکستان نن نور د خپل ځان د ملاتړ توان نه لري، د افغانستان د مخالفینو د ماتې خوړلو سیاسي پروژو د ملاتړ خو پر ځای پرېږده.

افغان ولس په ښه توګه پوهېږي چې د پاکستاني پوځ او د دغه هېواد د بدنامې استخباراتي شبکې تر سیوري لاندې غونډه، د نږدې تړاو او سیاسي بې غیرتۍ نښه ده؛ هغه جریان چې د دې لامل کېږي ترڅو مخالفین تر بل هر وخت زیات د افغانستان له ټولنیزې صحنې څخه حذف شي.

هېره دې نه وي چې د افغان حکومت مخالفین نه یوازې متحد نه دي، بلکې د دوی مشرانو تر منځ سخت اختلافات د دې لامل شوي چې یو غږ ونه لري او په پایله کې به دا غونډې د یووالي پر ځای اختلافات نور هم ژور کړي.

پر پاکستان تکیه کول (داسې یو هېواد چې پخپله په نړۍ کې د مشروعیت له بحران سره مخ دی) به د نورو هېوادونو په وړاندې د مخالفینو لږ ورپاتې سیاسي اعتبار هم له منځه یوسي.

په دې ترڅ کې، د افغانستان خلک د اسلام اباد غونډه د یوې ماتې خوړلې ډلې بې ګټې هڅه بولي چې یوازې د خپل نوم ژوندي ساتلو لپاره، هرې شړېدلې رسۍ ته لاس اچوي.

په پایله کې، باید وویل شي چې په اسلام اباد کې د افغان مخالفینو غونډه نه یوازې دوی ته هیڅ لاسته راوړنه نه لري، بلکې په رښتینې معنی به د دوی په زیان تمامه شي؛ ځکه چې دوی د پاکستان «تش کالبد» ته په طمع کېدو سره، د خپل زوال لار ګړندۍ کوي.

بې له شکه، دا ډول غونډې د مخالفینو د ناتوانۍ، تړلتیا او انزوا بې پایه ننداره ده او وروستۍ پایله به یې د افغان ملت په وړاندې لا زیاته رسوایي وي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version