د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د خیبر پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ۲۱۳ بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۰۴ کسان هلاک او ټپیان شوي دي.
د یاد غورځنګ د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو ۱۱۵ سرتېري هلاک شوي، ۱۹۹ تنه ټپيان او ۱۲ نور ژوندي نیول شوي چې پکې پوځیان، پولیس، ملېشې او ځایي اربکیان شامل دي.
د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي چې ځواکونو یې د بریدونو زیاته برخه چې په کې، د درازکوف، لیزري، تعروضي، چریکي بریدونه، کمینونه او ځوابي بریدونه شامل دي، په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، ټانک او خیبر ولایتونو کې ترسره کړي دي.
پاکستاني طالبانو ویلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د پاکستاني ځواکونو ۳۵ څارونکې کېمرې، ۱۷ وسایط، یو ډرون، درې پوځي پوستې، یو زغروال موټر، د لمریزې برېښنا او اوبو شبکې تخریب کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستاني طالبانو په دې عملیاتو کې څلور کلاشینکوفونه، درې تفنګچې، یو هاوان، ۱ اېل اېم جي او نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.