يوولسمه او وروستۍ برخه

د باغیانو په وړاندې وسلوال او نظامي اقدام

خدای تعالی انسان له یوې داسې پیاوړې ارادې سره پیدا کړي چې کله دواړه پښې په یوه موزه دننه او په یوه مسئله ټینګار وکړي، نو بیا یې له خپلې لارې ګرځول ډېر سخت او ستونزمن وي.

که بیرته راګرځول یې شونې هم وي، نو دا کار لوړه بیه، ډېر وخت او اوږد صبر غواړي. دا حالت هغه مهال منځ ته راځي کله چې یو څوک له داسې بې منطقه کسانو سره مخ شي چې غوښتنې او خبرې یې فیل هم نشي وړلی.

باغیان هغه په غفلت کې ښکېل او خطاکار کسان دي چې په دې نه پوهېږي چې د تاریخ د یوه ناسم لوري په خوا ولاړ دي، په دې لاره کې هر جرم او جنایت ته لاس اچوي، یواځې خپل ژوند او په دوام یې د بې‌ ګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او آرام یې ترې لوټي.

د دې لړۍ په تېرو برخو کې مو د باغیانو په وړاندې د مقابلې اسانه لارې او چارې بیان کړې، هغه څه چې په تېرو برخو کې تر بحث لاندې ونیول شول، په لاندې توګه دي:
۱. د معرفت پېژندنه؛
۲. د حایقو څرګندول او د دروغجنو اعاوو افشاء کول؛
۳. د عامه ذهنیت جوړونې لپاره له رسنیو څخه ګټه اخیستل؛
۴. د تېر تور تاریخ او موهومې راتلونکې پرتله؛
۵. د بغاوت‌ کوونکو له لاسه وتلې پانګې؛؛
۶. د باغیانو لیکلی تاریخ؛
۷. د راډیويي او ټلویزیوني خپرونو له لارې د پټو واقعیتونو بیانول؛
۸. له هغو خلکو سره مرکې چې د باغیانو لخوا، په مالي، ځاني، یا حیثتي توګه زیانمن شوي؛
۹. د باغیانو په ګټه د کېدونکو تبلیغاتو مخنیوی او د نورو پر ضد له منفي تبلیغاتو څخه ډډه کول؛

د مقابلې وروستۍ لاره یا هم تر ټولو ډېر لګښت لرونکی انتخاب، د وسلوال او نظامي اقدام لاره ده. په داسې حال کې دغه ډله لا هم پر خپلو بې‌ ځایه موخو ټینګه ولاړه او د هېواد د ورانولو لپاره یې ملا تړلې وي، نو په ضد یې وسلوالې مبارزې ته له وردانګلو پرته بله لار نه پاتې کېږي.

کله چې نورې ټولې لارې بې‌ پایلې شي، د بغاوت ناپوه لارویان له خپلې لارې بېرته راونه ګرځي او په همدې مسیر روان وي، بیا یې په وړاندې د قوي نظامي اقدام کولو وروستی انتخاب پاتې دی، چې باید غوره شي.

که څه هم نظامي او جنګي اقدام باید وروستی انتخاب وي او یواځې هغه مهال باید کار ترې واخیستل شي چې نورې ټولې ممکنې او لږې بیه لرونکې لارې آزمویل شوې وي، ځکه چې په نظامي اقدام او جګړو کې وېره، وحشت او دحشت رامنځته او د عامو خلکو پر زړونو مسلطېږي، دا چاره د هېواد د اشغال د وخت یاد او شیبې راتازه کوي.

اوس چې امنیت او ارامي راغلې ده او له هېڅ ځایه د جګړې غږ نه اورېدل کېږي، که په داسې حالت کې د ډزو او چاودنو لږ غږ هم واورېدل شي، هغه پخوانۍ ویره او وحشت بیا راتازه کوي.

له همدې امله، نظامي او جنګي اقدام د وروستي انتخاب په توګه مطرح کېږي، باید د ټول امکان تر کچې د دې اقدام د مخنیوي هڅه وشي، خو که د وخت او شرایطو غوښتنه وه، بیا باید له دې لارې هم کار واخیستل شي.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version