د پاکستاني طالبانو غورځنګ په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې ځواکونو یې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په ټانک، باجوړ، کورمې، اورکزو، مومندو، خیبر، دېره اسماعیل خان او پېښور ولسوالیو کې د پاکستان پوځي رژیم پر امنیتي ادارو ۱۷ جلا-جلا بریدونه ترسره کړي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د یاد رژیم د بېلابېلو امنیتي ادارو لږ تر لږه ۱۴ غړي هلاک او تر ۸ ډېر ټپیان شوي دي.

پر دې سربېره، د پاکستاني طالبانو له لوري د پاکستاني رژیم د امنیتي مرکزونو څو کېمرې تخریب شوې، پوځي موټرو ته یې زیان اوښتی او یوه پوسته یې په بمونو الوځول شوې ده.

د پاکستان پوځي رژیم د پاکستاني طالبانو غورځنګ دې خبر ته غبرګون نه‌ښودلی؛ خو یاد رژیم ته نږدې سرچینو د تېرې ورځې په بریدونو کې د پوځي رژیم د ګڼو عسکرو هلاکت تائید کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version