د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې «حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلي وحشي یرغل پر وړاندې نه یواځې په پوره مېړانه بشپړه مقابله وکړه، بلکې د صبر او ثبات په برکت او د دښمن د ظلم په مقابل کې د جهاد په لاره د ټینګ درېدو په پایله کې یې له غزې څخه د اسرائیلي پوځ په اېستلو کې عظيمه بریا ترلاسه کړه.»
یاد غورځنګ په همدې مناسبت ټول اسلامي امت، په ځانګړې توګه د فلسطین ولس ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې دوی (حماس) د ښکېلاک پر وړاندې په ډېره مېړانه مقابله وکړه او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې د خپلو حقوقو او دین د دفاع لپاره په جهاد او وسله واله مبارزه کې اصلي ژوند نغښتی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د حماس اسلامي غورځنګ او صهیونیستي رژیم تر منځ په غزه کې د اوربند هوکړه نهایي شوه او ټاکل شوې چې راتلونکې یکشنبې ورځ به په عملي ډول په غزه کې اوربند وشي.