عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي.
د یاد وزارت په وینا، په لېدنه کې د ایران له لوري په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل، د درملو د کیفیت، تولید او اړونده برخو کې د هوکړه لیک تطبیق تر څنګ د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.
له بل لوري د ایران سفیر د روغتیا په برخه کې خپلو دوامدارو همکاریو ته په اشارې په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.