د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د پوځ حالت د دوی د ځواکونو پر وړاندې خراب شوی او له همدې امله هغوی د عامو خلګو ځورول پیل کړي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په یاده اعلامیه کې زیاته کړې: «د امکان تر حده د اسلام د دښمنانو په نښه کولو لپاره د خلکو له مېشت‌ځایونو څخه لرې عملیات ترسره کړئ او هڅه وکړئ چې دښمن داسې محاصره کړئ چې پرته له دې چې ولس ته زیان ورسېږي، تېښتې ته مجبور شي.»

په دغه اعلامیه کې وړاندې راغلي: «مجاهدین باید د ناپاک پوځ د مرکزونو او کېمپونو داسې کلابندي وکړي، چې د ځمکنیو لارو د بندېدو له کبله هغوی ته د اکمالاتي توکو او وسلو رسېدل ناشوني شي. د دې لپاره د ځایي شرایطو او سیمې جوړښت ته په پام سره له ماین‌ کاري، کمین نیولو، درازکوف بریدونو او له لېزري بريدونو څخه کار واخلئ.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version