شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د پاکستاني طالبانو غورځنګ مشرتابه پرېکړه کړې چې د کوچني اختر په مناسبت به د پاکستان د خلکو د خوښۍ لپاره درې ورځنی اوربند وي.د یاد غورځنګ ویاند محمد خراساني په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان په ټولو محاذونو کې پر خپلو ځواکونو غږ کړی چې باید د روژې میاشتې وروستۍ ورځ د کوچني اختر په لومړۍ او دوهمه ورځ هیڅ ډول اقدام ونه کړي.ښاغلي خراساني وړاندې خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې که « دښمن اقدام وکړي، باید له ځانه دفاع وکړي.»یاده دې وي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ دا مهال د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې فعال حضور لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي: غني شوي یورانیم مونږ ته د خپلې خاورې په څېر ارزښتمن دي او هیڅ ځای ته به ونه لېږدول شي18 اپریل 2026
د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: د هرمز تنګي پرانیستل یا تړل کېدل او د هغې لپاره اصول په میدان کې ټاکل کېږي، نه په ټولنیزو رسنیو کې18 اپریل 2026