د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویاند محمد خراساني وایي، چې یاد غورځنګ د واڼه سیمې پر «کیډیټ کالج» شوي برید کې لاس نه لري.

خراساني زیاتوي، چې تعلیمي او روغتیایي ادارې د یاد غورځنګ د اهدافو برخه نه دي.

د نوموړي په خبره د پاکستاني طالبانو غورځنګ اهداف ښکاره دي او هغه د پاکستان امنیتي ادارې او د هغوی ملاتړي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې نن (دوشنبه) د جنوبې وزیرستان واڼه سیمه کې پر کډیټ کالج وسله وال برید شوی.

ځایي سرچینو ویلي، چې وسله‌وال یاد کالج ته ننوتي او دا مهال په جګړه بوخت دي.

د دې برید مسئولیت تر دې مهاله کومې ډلې نه‌دی منلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version