د پاکستان د طالبانو غورځنګ په يوه خبرپاڼه کې وايي چې وسله والو یې په بنو ولایت کې پر پاکستاني پوځ دوه بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي چې په يادو بريدونو کې یې یو ټانګ او یوه ډرون کېمره هم تخریب کړې ده.