د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې د پاکستاني طالبانو ځانګړي ځواک (SIF) شپږ تنه سرتېرو جنګياليو چې په پرمختللو وسلو سمبال وو نن سهار د خيبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د ریاست تحصيل په پاټک سیمه کې د پاکستان د پوځ يوه کاروان ته کمين ورکړی او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې.

سرچينه وايي یاد پوځي کاروان سيمې ته د عملیاتو لپاره روان و چې له بريد سره مخ شو او په ترڅ کې يې ۱۵ تنه پوځي عسکر ځای پرځای ووژل شول ګڼ شمېر نور ټپيان او ترڅنګ یې د پوځ درې موټر هم تخریب شول.

د معلوماتو له مخې له دې بریالیو عملیاتو څخه وروسته د پاکستاني طالبانو د ځانګړي ځواک شپږ تنه‌ سرتېري جنګيالي په خوندي توګه له سیمې څخه په وتلو بریالي شوي.

د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې دا مهال د پښتونخوا په باجوړ ولايت کې ۲۰۰۰ شاخوا د پاکستاني طالبانو جنګيالي شتون لري، چې په مختلفو عصري او پرمختللو وسلو هم سمبال دي.

د يادو ۲ زره جنګياليو له ډلې ۳۰۰ د ليزري قطعې او ۸۰ نور د ځانګړي ځواک (SIF) غړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version