د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تيره شپه یوه ډله وسله‌والو د خیبر پښتونخوا د باجوړ په سالارزیو سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر یوې پوستې برید کړی، چې یاد پولیس د ځایي خلکو په هڅو ژغورل شوي او د ځایي خلکو له خوا د برید کوونکو وسله‌والو له ډلې یو کس ژوندی نیول شوی دی.

د پوځي چارو شنونکي پر دې باور دي چې پاکستاني امنیتي ادارې په پښتونخوا کې د وسله‌والو پر وړاندې په پرله‌پسې ډول ناکام شوي او هڅه کوي چې د سیمې ځایي خلک د ځان په ګټه وکاروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version