د حماس اسلامي غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، ځواکونو یې پر صهیونیستي پوځیانو برید کړی، درې تنه یې یې د چړې پر ګوزارونو وژلي او وسلې یې ترې وړي دي.
د یاد غورځنګ په وینا، چې ځواکونو یې تر دې وروسته پر یوه کور چې د صهیونیستي پوځیانو تر کنټرول لاندې وو، برید کړی او د یاد کور په دروازه کې یې دوه نور صهیونیستي پوځيان وژلي او له نورو سره یې په صفري واټن کې جګړه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د تېره ورځ هم د یاد غورځنګ د پوځي څانګې له خوا پر صهیونیستي پوځیانو سرتېری برید شوی وو، چې له امله یې دغو ځواکونو ته درنه مرګژوبله اوښتې وه.