نږدې څلور اونۍ وړاندې، کله چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت او هوايي حریم نقض کړ، وروسته د افغانستان پوځ د پاکستاني پوځیانو پر پوستو خونړي او بې‌ساري بریدونه وکړل. افغان حکومت تر دې وړاندې پاکستاني پوځ ته خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان د هوايي حریم او ملي حاکمیت له نقض ډډه وکړي، کنه له سخت غبرګون سره به مخ شي، چې د هر ډول پایلو مسؤلیت به یې د پاکستاني پوځي رژیم په غاړه وي. خو پاکستاني اړخ دا ګواښونه او خبرداري بابېزه وګڼل، بیا یې پاروونکی اقدام وکړ، چې د افغان پوځ له غوڅ غبرګون سره مخ شو. ګڼو پاکستاني پوځیانو او ملېشو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، وسلې او ټانکونه یې ترې غنیمت کړل او ګڼې پوستې یې له منځه یووړې.

بل لور ته، دې جګړې د افغانستان اړخ ته د اصلي وطن‌دوستانو، مکارو او پاکستاني اجنټانو اصلي څېرې هم بربنډې کړې. ټول افغان ولس او په وطن او خاورې مین افغانان د خپل پوځ تر څنګ ودرېدل، خو د پخوانۍ نظار شورا پاتې شوني، چې اوس یې ډېری غړي په غربي هېوادونو کې مېشت دي او په بېلابېلو نومونو او ادرسونو فعالیتونه کوي، د پاکستاني رژیم پلوي یې پیل کړه. له ټولنیزو رسنیو نیولې، بیا د مختلفو ټلویزیوني رسنیو په نوم جوړو شویو تبلیغاتي ادرسونو کې یې د پاکستاني پوځ په پلوۍ او د افغانستان د خلکو او ملي حاکمیت پر ضد پروپاګند او نشرات وکړه. دوی په ښکاره توګه د پاکستاني پوځ یرغل توجیه کاوه او د افغان پوځ ځوابي اقدام یې نامشروع وباله.

د دغو مکارو، مرموزو، مفسدو او پردي‌پالو له څېرو یو هم د پرځېدلي جمهوریت د وروستۍ دورې د فاسد مثلث غړی، فضلي دی، چې په ټولنیزو رسنیو او سپېسونو کې هڅه کوي د افغان پوځ دا مقابله او ځوابي اقدام کم وښيي. نوموړی، چې په غرب کې لوی شوی او روزل شوی او د هماغه ځای تابعیت لري، د پرځېدلي جمهوریت پر مهال په ګڼو اخلاقي او اداري فسادونو کې ښکېل و. د ځان په څېر غرب‌پاله، په غرب کې لوی شوي او غربي هېوادونو ته ژمن کسان به یې هغه مهال د زرګونو ډالرو معاش په بدل کې مقررول، د افغانستان د خلکو ملي شتمنۍ یې پرې لوټولې او د ماموریت له پای ته رسېدو سره سم به بېرته له میلیونونو ډالرو غلا شویو پیسو سره غرب ته ستنېدل.

پر دې سربېره، فضلي د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې د غرب د فرهنګي یرغل له سرلارو څخه شو. له غربي سفارتونو د میلیونونو ډالرو په ترلاسه کولو سره یې په افغانستان کې د اخلاقي فساد او فحشا د ترویج په موخه، په بېلابېلو نومونو پروژې پیل کړې. هڅه یې دا وه، چې د پیسو په مقابل کې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د هغه مهال د جمهوریت په ادارو کې، اخلاقي فساد او فحشا عامه کړي. نوموړي په ډېر لنډ وخت کې په دې برخه کې دومره شهرت ترلاسه کړ، چې په رسنیو، ښار او بازار کې د هغه د اخلاقي فساد او فحشا کیسې د خلکو تر مجالسو او خولو را ورسېدلې.

نوموړي پر دې سربېره، په افغانستان کې د قومونو ترمنځ نفاق، کرکې او بېلتون ته هم ډېر کار وکړ. هېچا ته ځواب‌ویونکی نه و او په ښکاره ډول یې خپل نامشروع او ناوړه کار ته دوام ورکاوه، تر دې چې جمهوریت وپرځېد. د فضلي د دغه صف ملګرو له بهرنیو تابعیتونو په استفادې میلیونونه ډالر خپلو بهرنیو اکاونټونو ته انتقال کړل او له افغانستانه یې پښې سپکې کړې. اوس هماغه فضلي په سویډن کې ناست دی، د افغانستان پر موضوعاتو تبصرې کوي، افغانانو ته مشورې ورکوي، پر افغان حکومت نیوکې کوي او له پاکستان سره تاریخي معرکه بابېزه او کم‌رنګه ګڼي.

په داسې حال کې، چې د هغه د صف ګڼ نور پوځي او نظامي مشران په خپله خوله دا اقرار کوي، چې د پاکستان یرغل ته د افغانستان نظامي غبرګون بې‌ساری، تاریخي او غاښ‌ماتوونکی و. دا اقرار د هغه وخت د کورنیو چارو امنیتي معین خوشحال سادات په ځلونو کړی. همدارنګه، د عاطف مشعل په څېر د پرځېدلي جمهوریت ګڼ نور مشران، پوځیان او ډیپلوماتان دا اقدام حیرانوونکی او بې‌ساری ګڼي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version