په ۲۰۲۵م کال کې چې کله سعودي عربستان او پاکستان امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړ، د پاکستان خاصې پوځي کړۍ داسې انګېرله چې د دغه تړون له لارې به یو ځل بیا په ترلاسه کېدونکو نغدو پیسو خپلې پخوانۍ معاملې را ژوندۍ کړي، خو په ۲۰۲۶م کال کې څرګندو شویو حقایقو وښودله چې دغه فارموله په بشپړ ډول ناکامه ده. یو شمېر پاکستاني سرچینو په خپله اعتراف کړی چې دا تړون اوس د دوی لپاره په یو «ستراتیژیک جنجال او سرخوږي» بدل شوی؛ ځکه نه سعودي هغه ډول پانګونه وکړه چې پاکستان یې تمه لرله او نه هم د پاکستان شتون وکولای شول چې د سعودي پر تأسیساتو د ایران د بریدونو مخه ونیسي. دغه وضعیت په ډاګه کړه چې دا تړون د امنیتي سپر پر ځای، یوازې یو کاغذي بار وګرځېده.
د دغه امنیتي تړون تر ټولو پټ او مغرضانه اړخ دا و چې د پاکستان پوځي کړیو غوښتل د سعودي عربستان له مالي او سیاسي نفوذ څخه د خپلو ګاونډیانو، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په وړاندې د یوې وسلې په توګه کار واخلي. اسلام آباد هڅه کول چې د سعودي په امنیتي چتر کې ځان پټ کړي او په سیمه کې خپلې مداخلې او تېري ته د یو بل هېواد له تړون په استفادې دوام ورکړي. د دوی هدف دا و چې سعودي عربستان په داسې یو جنجال کې ښکېل کړي چې په راتلونکي کې د افغانستان د تازه ثبات او د هند د دفاعي قدرت په وړاندې د پاکستان د مداخلو ننګه وکړي، خو دا محاسبه ځکه غلطه وه چې سعودي خپله د بقا له امنیتي ګواښونو سره مخ دی او د پاکستان دغه شومې موخې ترې پاتې شوې دي.
اوسنۍ نښې نښانې ښيي چې سعودي عربستان له دغه تړون څخه په جدي ډول ناراضه او پښېمانه دی؛ ځکه پاکستان په عملي ډګر کې یوازې محافظهکاره ډیپلوماسي غوره کړې ده. کله چې سعودي په خلیج کې له ګواښ سره مخ شو، پاکستان د فعال پوځي رول پر ځای د سمبولیکو ډیپلوماټیکو تماسونو او اعلامیو په خپرولو بسنه وکړه، ترڅو یوازې خپل ځان له ملامتۍ وژغوري. دا محافظهکاري د دې لامل شوې چې سعودي د پاکستان پر پوځي وړتیا او وفادارۍ شک وکړي. د سعودي چارواکي اوس پوه شوي چې پاکستان یوازې د هغوی خزانې ته سترګې نیولي، خو کله چې د نظامي دفاع وخت راشي، نو پاکستان د بې طرفۍ یا منځګړیتوب په پلمه ځان خلاصوي.
بل لور ته، په پاکستان کې دننه هم دا تړون په یو لوی سرخوږي بدل شوی دی. د مالي تمو برعکس، سعودي عربستان د نویو پانګونو پر ځای یوازې د پخوانیو پورونو د تمدید سیاست غوره کړی دی. د پاکستان د پوځي رژیم هغه خوب چې ګواکې د دغه تړون په بدل کې به میلیارډونه ډالره نوې پانګونه ترلاسه کړي، په سیند لاهو شو. اوس چې په عملي توګه د پاکستان دا هڅه ناکامه شوې او بل خوا د سعودي پر خاوره بریدونه شوي او هغوی هیله لري، چې پاکستان یې مرسته وکړي، پاکستاني چارواکي احساس کوي چې په یوه داسې دام کې نښتي، چې یوازې خطر لري، خو ګټه یې نږدې صفر ده. دا د هغې معاملې منطقي پایله ده چې بنسټ یې پر باج اخیستنې ولاړ و.
د پاکستان پوځي کړۍ چې غوښتل یې سعودي په خپلو سیمه ییزو دښمنیو کې د یوې وسیلې په توګه ولوبوي، اوس په خپله د سعودي د بې باورۍ ښکار شوي دي. د دوی دا پلان چې ګواکې له افغانستان او هند سره د کړکېچ پر مهال به سعودي د پاکستان په ګټه د جګړې میدان ته داخل کړي، د دوی د خپلو کمزورو دفاعي ژمنو له امله شنډ شو. سعودي اوس د پاکستان پر ځای له نورو سیمه ییزو قدرتونو او آن له خپلو پخوانیو سیالانو سره د تفاهم لار خپلوي، ځکه دوی درک کړې چې د پاکستان پوځي ملاتړ یوازې یو «تجارتي شعار» دی چې د بحران پر وخت هېڅ ارزښت نه لري.
د سعودي او پاکستان دفاعي تړون، د دې پر ځای چې د دواړو هېوادونو لپاره یو ستراتیژیک فرصت شي، د بې باورۍ په یوه لوی ګرداب بدل شوی. پاکستان چې غوښتل یې په دغه تړون خپل ګاونډي هېوادونه له ګواښ سره مخ کړي او د سعودي له شتمنۍ د تېري لپاره کار واخلي، اوس په داسې حال کې دی چې نه یې مالي ګټه ترلاسه کړې او نه یې د سعودي اعتبار ساتلی. د غدر او خیانت په اساس ولاړې اړیکې نه شي کولای د بحران په شدیدو څپو کې مقاومت وکړي. سعودي عربستان اوس د یو داسې شریک له بې وفایۍ سره مخ دی چې یوازې د نغدو په بدل کې د نندارې سیاست مخته وړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


