په پکتیکا او ننګرهار کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر ملکيانو وروستي هوایي بریدونه یوازې یوه امنیتي پېښه، تېری او جنایت نه و، بلکې د افغانان د نېک نیت پر ضد یو دردناک اقدام هم و. هغه ماشومان چې د شپې په خواږه خوب ویده وو، هغه میندې چې د خپلو کورونو تر چت لاندې یې د امن هیله لرله او هغه سپین ږیري چې یوازې د ژوند وروستۍ شېبې یې په سکون کې غوښتې، د پاکستاني الوتکو د بمونو ښکار شول او امن یې ترې واخیست. په داسې حال کې چې لا هم د قربانیانو خپلوان په ورکو شویو ښځو او ماشومانو پسې لالهانده ګرځېدل، تمه دا وه چې هر افغان، په ځانګړي ډول هغه ډلې او سیاسیون چې ځانونو ته یې ستر سیاسي القاب غوره کړي، د دې فاجعې پر وړاندې به روښانه او کلک مخالف دریځ نیسي.
خو د دغه سیاسي جریانونو، په ځانګړي ډول مقاومت جبهې ځینو غړو او ملاتړو د دې جنایت د غندنې په ځای، د توجیه لاره خپله کړه. دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې انګېرنې خپرولې چې ګواکې بریدونه «هدفمند» وو او د پاکستان مخالف وسلوال یې په نښه کړي دي؛ حتی ناسم نوملړونه لاس په لاس شول، څو دا روایت لا پیاوړی کړي. خو د پېښې له ځایه څرګنده شوه چې د برید اهداف مسجد او کورونه دي او قربانیان یې ملکي وګړي دي، خو د مقاومت جبهې ملاتړو له دې سره سره، د پاکستان جنایکار بریدونه وستایل.
د ملکي تلفاتو په اړه د حقیقت تحریف یوازې سیاسي تېروتنه نه ده، بلکې دا د قربانیانو له کورنیو سره اخلاقي جفا او د خپل سیاسي تاریخ په لړۍ کې د یوې بلې تورې کرښې اضافه کول دي. د مقاومت جبهې غړو وښوده چې سیاسي رقابت د انسان تر ژوند لوړ ارزښت ورته لري او پر سر یې له هر چا سره معاملې ته تیار دي.
هندوکشغږ څه موده وړاندې داسې معلومات خپاره کړي وو، چې د مقاومت جبهې غړي په ایران کې پر دوی د کړۍ د راتنګېدو له امله، د پټو توافقاتو په اساس پاکستان ته لېږدول کېږي او پوځي رژیم د ځینو خاصو موخو لپاره هلته ځای ورکوي. په دې وروستیو کې د پاکستان له جنایتونو د مقاومت جبهې د غړو دفاعي دریځونو دا معلومات بیا ځلي تائید کړل او ویې ښوده چې مقاومت جبهه له نورو هېوادونو تر ناهیلۍ وروسته د پاکستان غېږې ته پناه وړې او د ځان ساتنې په بدل کې د ټولو ارزښتونو پر سر هر راز معاملې ته چمتو دي.
ستاسو په آند، آیا مقاومت جبهه پاکستان ته خپله وفاداري له افغان حکومت سره په دښمنۍ پټوي؟
د پاکستان او مقاومت جبهې دوستي به تر کومه دوام وکړي؟
آیا مقاومت جبهې تر ملي ګټو، پاکستان پالي دریځ ته اولویت نه ده ورکړی؟
آیا اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کول د استخباراتي تړاوونو د پالنې وسیلې کېدلی شي؟
